طالبانو په پښتونخوا کې د سیلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه خواشینې ښودلې. دغې ډلې د قربانیانو له کورنیو او حکومت سره د خواخوږي په څرګندولو د قربانیانو لپاره یې رحمت او د ټپیانو لپاره یې د بشپړې روغتیا هیله کړې.

طالبانو ویلي:« د بهرنیو چارو وزارت د دې غمیزې له امله د قربانیانو له کورنیو، ټول ولس او حکومت سره خپله خواخوږي ښيي او د الله تعالی له دربار څخه د ټولو قربانیانو لپاره د رحمت، د ټپیانو لپاره د عاجلې بشپړې روغتیا او د‌پاتې شویو کورنیو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کوي.»

نور خبرونه

رادیو