مالي خان: د افغانستان خاوره د بل پر ضد نه کارول کېږي، په دې اړه څرګندونې بې‌بنسټه دي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د پاکستان شته اندېښنو ته په اشارې سره وايي، د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نه‌شته او هرڅوک چې په دې اړه بې‌ځایه اندېښنې لري؛ هغه د دوی خپله ستونزه ده. هغه زیاته کړې، چې په دې اړه هر ډول اندېښنې بې‌بنسټه دي.

تر دې وړاندې پاکستان په وار، وار ویلي و، چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ دی او طالبانو په افغان خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي وسله‌والو» ته پټنځایونه ورکړي دي او دغه وسله‌وال له هغه ځایه د پاکستان ضد بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه څرګندونې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.

نوموړي دارنګه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې دا منلې، چې اوس په نړۍ کې جګړې په پرمختللو وسلو کېږي؛ خو دوی به د «پیاوړې عقیدې» پرمټ د خپل نظام ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی له چاسره جګړه نه غواړي؛ خو دا مسله باید ټولو ته روښانه وي، چې «دوی به د سر په بیه د خپل نظام ساتنه وکړي.»

 د طالبانو د لوی درستیز مرستیال همدا راز ویلي، چې د خلکو له پراخ او هر اړخیز ملاتړ پرته په افغانستان کې د دوی بری ناشونی و.

طالبان داسې مهال د خلکو د ملاتړ خبرې کوي، چې پر افغانستان د دویم ځل واکمنېدو راهیسې یې د خلکو بنسټیز حقونه تر وړي دي او د دوی ازادۍ یې سختې محمدودې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو