ملاله یوسفزۍ: افغان ښځو د طالبانو پر وړاندې څلور کاله زړور مقاومت کړی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۴

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو نړیوالې مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ ویلي چې افغان ښځو او نجونو په تېرو څلور کلونو کې په زړورتیا سره د طالبانو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

ملالې د طالبانو څلورمې کلیزې په مناسب د جمعې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي: «له څلورو کلونو راهیسې، افغان نجونې او ښځې پرته له وېرې د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکولو غوښتنه کوي،چې دا ټول د دوی ژوند ته په جدي خطر کې ترسره کېږي.«

نوموړې زیاته کړې چې د افغان ښځو دغه مقاومت نه یوازې د افغانستان دننه د بدلون هڅه ده، بلکې په نړیواله کچه یې اغېز هم روښانه دی.

ملاله زیاتوي: «د دوی مقاومت نړیوال قانون بدلوي، پر نړۍوالو مشرانو اغېز کوي او د دې هڅې لپاره یې لاره هواره کړې چې د جنسیتي اپارتایډ جرم د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په نړیواله کچه ثبت شي.»

ملالې یوسفزۍ د خپلو خبرو په پای کې له خلکو غوښتي چې د افغان ښځو له دغه حرکت او هڅو سره یو ځای شي او د هغوی د پیغام د خپرولو او نړیوال ملاتړ لپاره کار وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان واک ترلاسه کړ او له هغه راهیسي یې پر ښځو او نجونو د تعلیم، کار، عامه ځایونو ته د تګ او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي، چې دا وضعیت په نړیواله کچه د سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ دی.

نور خبرونه

رادیو