د بشري حقونو د څار اداره وایي، د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د رژیم په وړاندې د څلورو کلونو را په دې خوا بې باکه مقاومت کوي، د نړۍ د مشرانو پام یې ځان ته را اړوي او هڅه کوي چې د جنسیتي اپارتایډ پر اساس دا ظالم نظام د بشریت پر ضد د مجرم په توګه وپېژندل شي.
د بشري حقونو څار اداره په خپل تازه راپور کې وایي، د څلورو کلونو په تېرېدو افغان ښځې د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د تعلیم، کار او عامه ژوند په برخو کې د طالبانو د ماتولو لپاره راپورته شوي، اعتراضونه کوي او د خپل هېواد د ازادۍ او عدالت لپاره مبارزه کوي.
د بشري حقونو څار اداره ټینګار کوي چې د افغان ښځو مقاومت یوازې په کور دننه محدود نه دی پاتې شوی، بلکې نړیوالو قوانینو او د نړۍ د مشرانو پام یې ځان ته را اړولی.
اداره همداراز خبرداری ورکوي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقوقو پر ساتنه او د طالبانو د اعمالو د ځوابګويۍ په برخه کې سمدستي عملي ګامونه پورته کړي.
د څلورو کلونو را په دې خوا، افغان ښځې په پټه ښوونځیو کې زده کړې کوي، د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کوي او د ظلم پر وړاندې په هره ساحه کې مقاومت کوي.
د بشري حقونو څار اداره وایي: «د دې مقاومت وړتیا، زړورتیا او ثبات د نړیوالې ټولنې لپاره یوه سترې بیلګه ده او ښيي چې د افغانستان ښځې د خپلو حقونو د خوندي ساتلو لپاره هېڅکله له مبارزې لاس نه اخلي.«
یاده دې وي چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ راهیسې، په افغانستان کې ښځې د زده کړو، کار او عامه فعالیتونو له حقونو محرومې شوې، دغه ډلې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي او د بیان، رسنیو او مدني فعالیت ازادي یې هم سخته محدوده کړې ده.

