د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

ازادۍ جبهه: د طالبانو څلور کلنه واکمني «مشروعیت» نه‌لري

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان ازادۍ جبهې شنبه (د زمري ۲۵مه) ویلي، د طالبانو څلور کلنه واکمني «مشروعیت» نه‌لري. دغه جبهه وایي، چې طالبانو د افغانانو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، د افغانستان کانونه یې لوټ کړي او دوی هم د هغوی پر ضد پوځي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

دغې جبهې پر اېکس پاڼه د طالبانو څلور کلنه واکمني «نامشروع» بللې او ویلي یې دي، چې په دغه موده کې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی دی. د اعلامیې له مخې؛ طالبانو د افغانستان خلک د خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې کړي دي، لکه د ښځو زده‌کړې، کار او ټولنیز ژوند کې ګډون چې دا د جنسيتي توپیر ښکاره بڼه ده.

د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د دوی د څېړنو له مخې په تېر یوه کال کې طالبانو ۲۰۹ پخواني امنيتي ځواکونه وژلي دي.

دغه جبهه وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو د افغان ښځو پر عزت تېری کړی؛ نو له همدې امله یادې جبهې هغوی په خپلو پوځي موخو کې شامل کړي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې د روان کال پسرلي راهیسې ۱۴ محتسبان وژلي دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د روان کال په اوږدو کې یې د طالبانو پر پوځي تاسیساتو ۸۸ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۲۲۵ طالبان وژلي او ۱۷۴ نور یې ټپيان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو