زېلېنسکي به نن په لندن کې د برېتانیا له لومړي وزیر سره وګوري

۱۴ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به د ټرمپ او پوتین تر سرمشریزې وړاندې نن پنجشنبه په لندن کې د برېتانیا له لومړي وزیر کې‌یر سټارمر سره وګوري؛ څو په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو په اړه سره بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د امریکا او روسیې ولسمشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وګوري؛ خو ټرمپ وایي، ډاډه نه‌دی چې د اوکراین پر ملکي وګړو د بمباريو درولو ته به پوتین قانع کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ولادیمیر پوتین د دوی تر لیدنې وروسته په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو سره هوکړه ونه کړي؛ نو هېواد به یې له «ډېرو سختو پایلو» سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو