طالبانو هرات کې د ۱۱۷ مېلیونه ډالرو په لګښت د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې د ۱۱۷ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۳زره هکټاره ځمکې د خړوبېدو لپاره یې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د طالبانو د یاد وزارت وزیر عبدالطیف منصور په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې دغه بند به شاوخوا ۵۴مېلیون متر مکعبه اوبه ذخیره کوي او همدا راز به ۲مېګاواټه برېښنا هم تولیدوي. د هغه په وینا؛ د پاشدان بند اوبه به د هرات ولایت اوسېدونکو د کروندو لپاره په ټولو فصلونو کې ګټورې تمامې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرسیتال ملا عبدالغني برادر وایي،‌ د پاشدان بند په جوړېدو سره یې خپله هغه ژمنه پوره کړې چې یو کال دمخه یې کړې وه. د هغه په خبره؛ یو ځل بیا ژمنه کوي، چې هېواد به په خپلو امکاناتو ودانوي او خپلې اقتصادي تګلارې ته به دوام ورکوي.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې طالبان د مخکني جمهوریت نیمګړې پروژې بشپړوي او بیا نوم ورکوي چې ګنې دا پروژې دوی پیل کړې او بشپړې کړې دي. د کارپوهانو په وینا؛ جمهوري نظام داسې مهال ونړېد، چې ډېری رغنیزې پروژې د پای په بهیر کې وې او اوس طالبان په تبلیغاتي توګه د هغو پروژو د بشپړولو سره ادعاوې کوي، چې ګنې دوی دغه چارې پیل کړې او بشپړې کړې دي.

طالبان ډېر کله په تبلیغاتي توګه د رغنیزو پروژو د پرانېستو هڅې کوي؛ خو وروسته لیدل کېږي چې یوازې د تبلیغاتو بڼه لري او په عملي توګه بیا د دغو چارو هېڅ ډول څرک نه لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو