د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) خبرداری ورکړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو نه یوازې د افغانستان خپلواکې رسنۍ په بشپړ ډول له منځه وړې دي؛ بلکې د یوې سترې تبلیغاتي امپراتورۍ او ډیجیټلي روبوټونو له پېچلې شبکې په کارونې یې رسنیزه فضا په خپله تبلیغاتي ماشین بدله کړې.
د دغه بنسټ د راپور له مخې؛ طالبانو د هغو خپلواکو رسنیو چې مېلیونونه څارونکي یې لرل په بندولو، ځنډولو یا هم محدودلو سره د افغانستان دننه رسنیزه فضا په خپل واک کې نیولې ده. اوس ټلوېزیونونه، راډیوګانې، مجلې، ورځپاڼې او ډېجیټلي رسنۍ د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دي.
راپور کې راغلي، د یوټیوب، اېکس او ټلېګرام د یو شمېر پاڼو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ سترې رسنۍ چې په تصویر، غږ، چاپ او انلاین بڼه خپرونې کوي په بشپړه توګه د طالبانو د سختدریځه تګلارې په خدمت کې دي. د خبریالانو ملاتړ کمېټې په څېړنیز راپور کې د افغانستان د جلاوطنه خبریالانو مرکز د مشر احمد قریشي له قوله لیکل شوي: «د طالبانو واکمني په رسنیو کې یو طرفه غږونه خپرېږي هر هغه روایت چې حقایق او رېښتونی لیدلوری څرګندوي سانسورېږي. حتی په خواله رسنیو کې شخصي نظر کولای شي د طالبانو پر ضد تبلیغ وګڼل شي او سزا پرې ورکړل شي.»
پر جاسوسانو بدل شوي خبریالان
راپور ښيي، طالبانو د پراخې څارنې یوه سیستم رامنځته کړی چې له مخې یې خبریالان اړ اېستل کېږي د خپلو همکارانو د فعالیتونو په تړاو دغه ډلې ته مالومات ورکړي. د افغانستان په ختیخ کې د یوې رسنۍ د مسوول له خولې لیکل شوي: «د طالبانو د استخباراتو مامورین د رسنیو د ټولو کارکوونکو شخصي معلومات غواړي؛ د نوم او د پلار نوم نه نیولې تر پتې، د اړیکو شمېرې، برېښنالیک او د واټس اپ حسابونو پورې. موږ مجبوره یو د هر څه راپور ورکړو.»
د سرچینو په وینا؛ طالبان خبریالان د انلاین پوسټونو او منځپانګې له امله نیسي او د امر بالمعروف محتسبان د شریعت د سخت تفسیر د ماتولو په پلمه د رسنیو کارکوونکو ته سزا ورکوي. د دغه سزا لاملونه د موسیقۍ، ټلوېزیوني سریالونو او د ښځو او نارینهوو ګډې خپرونې ښوول کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور کې د دوو رسنیو د مالکانو په حواله لیکل شوي، چې د «دوی د اطاعت نه کولو» له امله د مالیې او اداري فشارونو لاندې راوستل شوي دي. طالبان حتی خبریالانو ته ګواښ کوي؛ که همکاري ونه کړي، د خپرونو جوازونه به یې لغوه کړي او یا به پرې درنې جرمانې ولګوي.
د ښځینه خبریالانو پر وړاندې مستقیم ګواښونه
راپور کې د افغانستان د لوېدیځ څخه د دوو ښځینه خبریالانو په حواله ویل شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې له لسو زیات ځله د امر بالمعروف وزارت ته احضار شوې دي. یوې له دوی ویلي، چې د طالبانو چارواکو ورته خبرداری ورکړی؛ که له جلاوطنه رسنیو سره کار وکړي، نو «وژنه یې واجب» ده.
یوې د نوم نه ښودو په شرط زیاته کړې: «یوه ورځ یې درې ساعته ونیوله او ویې ویل، چې د شریعت له مخې هر څه درسره کولای شو. حتی ګواښ یې وکړ، چې کولای شي یوه یې زندانۍ کړي او په زوره به پرې اعتراف کړي او هېڅوک به پرې خبر هم نه شي.»
د طالبانو د رسنیزې امپراتورۍ زړه
د طالبانو رسنیز جوړښت داسې ترتیب شوی، چې ټول یې د دغې ډلې د تبلیغ په خدمت کې وي. د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې نوم «د شریعت غږ» ته بدل شوی، له پنځه سوه زیات کارکوونکي او شپږ سوه مېلیونه افغانۍ بودجه لري. دغه دولتي رسنۍ په پښتو، دري، انګریزي او عربي ژبو خپلو خپرونو کې په پراخه کچه د طالبانو لاسته راوړنې خپروي او د یوې تبلیغاتي الې په توګه یې استفاده کېږي.
باختر اژانس هم د طالبانو رسمي رسنۍ ده، چې په اتو ژبو خپرونې لري او په هر ولایت کې یې څو څو خبریالان ځای پر ځای کړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې تر څنګ درې ورځپاڼې هم خپروي: «انیس» په دري، «هېواد» په پښتو او «کابل ټایمز» په انګلیسي ژبو دغه ډلې ته د تبلیغاتو پر یوې کړۍ بدله شوې.
د دې رسنیو تر څنګ، د طالبانو امنیتي ادارې درې مهمې راډیوګانې تر خپل واک لاندې لري. حریت راډیو چې د عمومي استخباراتو تر څار لاندې امنیتي او پوځي تبلیغات خپروي، امید راډیو چې د دې ډلې د دفاع وزارت پورې تړلې ده او پوځي فعالیتونه یې ترویجوي او د پولیسو راډیو یې د کورنیو چارو وزارت اړوند خبرونه وړاندې کوي.
طالبان څو وېبپاڼې او په څو ژبو ډېجیټلي پلاټفارمونه هم مخته وړي، چې «المرصاد، میهن، یاد او الاماره» یې مشهوري هغه دي او د دغه ډلې د تبلیغاتي دستګاه تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.
د درواغو خپرېدونکی منظم ماشین
د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د موندنو له مخې؛ د طالبانو استخبارات هره میاشت لسګونو کاروونکو ته له شپږو تر لس زره افغانۍ تنخوا ورکوي، چې د جعلي حسابونو یوه شبکه وچلوي چې د مخالفو نظرونو د ځپلو او د طالبانو د روایتونو د خپرولو لپاره کار کوي. دغه حسابونه عموماً په څو دقیقو کې ورته منځپانګه خپروي؛ څو مخالف روایتونه په خواله رسنیو کې لهمنځه یوسي.
پر خبرونو بندیزونه
د هرات، ننګرهار، فاریاب او بامیانو خبریالانو ویلي، چې طالبانو یوازې د تعلیمي، روغتیايي او ټرافیکي پېښو د خبرونو خپرولو اجازه ورکړې او حتی د جنايي پېښو راپور ورکول هم منعه دي. په پنجشېر ولایت کې چې پخوا د مقاومت مرکز و، هېڅ فعاله رسنۍ نه ده پاتې شوې.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټه ټینګار کوي، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د «رسنیو پر تبلیغاتي دستګاه او امپراتور بدل» شوی چې په کې د بیان ازادي او خپلواک ژورنالېزم په بشپړه توګه ختم شوی دی. د افغانستان دننه خبریالانو د همدې سختو تګلارو سره په غلي توګه کارونه ته دوام ورکوي او جلا وطنۍ کې بیا افغان خبریالان له بېروزګارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي.