د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمونو د مخنیوي لپاره د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ښار کې د ملي ګارد ۸۰۰ ځواکونو او ۵۰۰ فډرالي پولیسو د ځای پرځای کولو امر کړی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه ځواکونه واشنګټن ته رسېدلي دي.
له بل پلوه ډیموکراټانو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام یوه «سیاسي ډرامه» بللې؛ خو د واشنګټن ښاروالۍ بیا د جرمونو کچې راکمولو لپاره دغه اقدام ګټور بللی دی.