د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسینټ ویلي، تمه لري چې د روان کال تر اکتوبر میاشتې له ځینو هېوادونو سره مهم سوداګریز تړونونه وروستي کړي. نوموړي له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د سوداګریزو تړونونو په تړاو خبرو کې هند او سویس «بېپروا» دي.
هغه په دې اړه د لا ډېرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي، چې له دواړو هېوادونو سره سوداګریز تړون مهم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر هندي توکو په ټولیزه توګه تر ۵۰سلنې تعرفې لګولې دي چې په هند کې یې توند غبرګونونه راپارولي.