د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه په غرنیو سیمو کې د وسله والو پر ضد عملیات پېل کړي چې د سیمې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ یې د کورونو پرېښودو ته اړ اېستې دي.
د پاکستان پوځ د تازه عملیاتو د پېل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د سیمې یوه دولتي چارواکي سعیدالله رسنیو ته وویل، چې دا پراخ پوځي عملیات نه دي او یوازې د وسله والو پټنځایونه په نښه کېږي څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.
د نوموړي په وینا، په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو، چې ۵۰زره تنه کیږي، د عملیاتو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د چورلکو په ملاتړ ډېورنډ کرښې ته نږدې غرنیو سیمو کې د وسله والو پټنځایونه بمباري کړي دي.
چارواکي وايي، ډېری بې ځایه شوي کسان په دولتي ودانیو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي چې هلته ورته د خوړو او اړینو توکو مرسته ورکول کېږي.
د خیبر پښتونخوا امنیه قوماندان ذوالفقار حمید ویلي چې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر دقیق مالومات لا نشته.
باجوړ په ۲۰۰۹ کال کې هم د پاکستاني او بهرنیو وسله والو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو شاهد و چې سلګونه زره کسان یې بې ځایه کړل.
پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)په نوم پېژندل کېږي، له افغان طالبانو نه جلا خو له دوی سره نږدې ملګرتیا لري.
دغه عملیات د باجوړ قومي جرګې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته پیل شوي دي.
پاکستاني طالبانو جرګې ته وړاندیز کړی و، چې دوی په قبایلي ولسوالیو کې د شریعت نفاذ او د افغان طالبانو په څېر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارې جوړول غواړي.