طالبان وایي سرحدي ځواکونو یې پاکستان ته د مسو د قاچاق مخه نیولې

۲ ساعتونه مخکې

طالبان وایي چې په هلمند ولایت کې یې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پاکستان ته له ۱۱ زره کیلو ګرامو څخه ډېرو غیرقانوني مسو د قاچاق مخه نیولې ده. په هلمند کې د طالبانو سرحدي لېوا وايي، چې دغه مس په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو.

په هلمند کې د طالبانو سرحدي لېوا ویلي، چې د زمري پر۲۱یې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې عملیات کړي او ۱۱۳۸۹ کیلو ګرامه مس چې په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو، پاکستان ته له قاچاق کېدو وړاندې نیول شوي دي.

د دغې لېوا قوماندان ملا صالح محمد صدیق الله وایي چې نیول شوي مس په غیر قانوني توګه ګاونډي هېواد ته قاچاق کېدل.

هغه زیاته کړې چې طالبانو له دې وړاندې هم په سرحدي سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو