د هغو کورنیو کیسې چې غړي یي څلور کاله مخکې د امریکا له نظامي الوتکې ولوېدل او مړه شول

۱۰ ساعتونه مخکې

څلورکاله مخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې طالبانو افغانستان ونیو، یو شمېر افغانان له هېواد څخه د وتلو په هیله د کابل په هوایي ډګر کې د امریکا په یوې نظامي الوتکې پورې ونښتل، خو کله چې الوتکه والوته یو یو له الوتکې راپرېوتل او مړه شول.

د دې پېښې د قربانیانو کورنیو له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې څلور کاله له دې پېښې تېرېږي خو لایې هم درد همغسې تازه دی او د رغیدو هیله یې نه لري.

کوم انځورونه چې له دې پېښې خپاره شول، سلګونه کسان یې ښودل چې د یوې نظامي الوتکې پر لور چې د الوتلو په حال کې ده، منډې وهي او ځېنې پورې نښتي وو.

همدا راز په ویډیوګانو کې ښکاریدل چې څو کسان له ۱۷-Cنظامي الوتکې څخه په هوا کې را پرېوځي. له دې کسانو څخه یو هم شفیع الله هوتک و.

۱۸ کلن شفیع الله هیله درلوده، چې ډاکټر شي، خو د زده کړو لپاره یې پیسې نه لرلې.

په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو کابل ونیو، شفیع الله خپل مور او پلار ته وویل:«زه امریکا ته ځم!» خو په جیب کې یې یوازې ۵۰ افغانۍ وې.

هغه مهال زرګونه افغانان د کابل نړیوال هوایي ډګر پر لور ورغلل او هر هغه سندیې له ځان سره وړی و، چې فکر یې کاوه له دوی سره په وتلو کې مرسته کولی شي.

د شفیع الله مور وویل: « هغه هیله لرله چې امریکا ته ولاړ شي».

هغې زیاته کړه: «مایې تذکره ورکړه او هغه ولاړ، خو وروسته یې د مرګ خبر راغی».

هغې وویل: «ما ژړل، لکه لیونۍ غوندې مې منډې وهلې».

زربې بي د خپلوانو له خوا خبره شوه، چې د شفیع الله عکس یې په فېسبوک کې لیدلی و.

د فرانسې خبري‌اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې د ناټو هېوادونو له خوا له ۱۲۰ زرو زیات کسان تخلیه شول، چې له دې شمېر څخه ۲۰۰۰ یې هغه کسان وو چې د طالبانو پر ضد یې په مستقیم کار کړی و.

ورپسې په راتلونکو میاشتو کې زرګونو نورو افغانانو هم هېواد پرېښود.

د دې پېښې بل قرباني ځوان ډاکټر فدا محمد امیر دی. کورنۍ یې ویلي چې دوی حېران دي‌ چې ولې امیر خپل ژوند په ګواښ کې اچولی و چې د امریکایي الوتکې لاندینۍ برخه کې ځان پت کړي.

د امیر پلار پاینده محمد ابراهیمي ویلي چې هغه له طالبانو څخه کرکه لرله. د اګسټ په ۱۶مه په دې بهانه له کوره ووتلو چې د غاښونو په کلینیک کې ناروغ ګوري.

وروسته یې کورنۍ هڅه کوله چې اړیکه ورسره ونیسي خو ماسپښین مهال و چې دوی ته د یو نامعلوم کس له خوا زنګ وشو او ویل یې چې له هوایي ډګر څخه یې ټلیفون کړی او وې پوښتل: «فدا پیژنئ؟ هغه له الوتکې غورځیدلی دی.»

دغه ځوان ډاکټر د خپل پلار د ټلیفون شمېره په خپل جیب کې لرله.

تر اوسه پورې د هغو کسانو شمېر چې د وتلو پر مهال مړه شوي نه دی معلوم.

په ۲۰۲۲ کې امریکا د خپلې پوځې الوتکې دغې کړنې ته برائت ورکړ او وېې ویل چې پرېکړه همدا وه چې باید په چټکې سره الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړي او هوایي‌ډګر پریږدي ځکه امنیتي وضعیت خراب و.

خو د قربانیانو کورنیو په وینا چې له فرانسې خبري اژانس سره یې خبرې کړي، د دې پېښې له حساب ورکولو پرته یې زخمونه همغسې تازه دي.

زر بي بي هوتک وویل:‌ «هېچا له موږ سره اړیکه ونه نیوله، نه اوسني او نه هم پخواني‌ حکومت، حتا امریکایانو هم له موږ سره په دې اړه تماس نه دی نیولی.»

۱۷ کلن ذکي یو امید بښونکی فوټبالر و. هغه له خپلې خور سره هوایي ډګر ته تللی و. د هغه ورور ذاکر انوري‌ وایي: «الوتکه کې کامرې وې، پېلوټ پوهیده چې څه وکړي، دا خطرناک حالت و او کولای یې شوای چې ودریږي.

انوري زیاتوي: «ټول حیران وو چې ذکي چې هوښیار و، ولې دومره خطر پرځانه ومانه، خو هغه یوازینی کس نه و: ما په هوایي ډګر کې د شپږو ماشومانو یو پلار ولید چې په ویاړ یې وویل درې ځلې یې هڅه کړې چې الوتکې ته وخېژي.»

د کابل په هوایي ډګر کې هغه مهال ګډوډي وه، ځکه لسګونه زره افغانانوغوښتل د طالبانو له راتګ وړاندې ځانونه وباسي.

نور خبرونه

رادیو