نن د پاکستان ځايي چارواکو ویلي چې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې روانه اونۍ کې دوه ځله د اورګاډي پر پټلۍ د چاودنې له امله د جعفر ایکسپریس شپږ ډبې (بوګې) له پټلۍ وتلې دي.
تر اوسه په دې چاودنو کې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې پیښه د مستونګ دشت تحصیل سپیزند تمځي سره نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ریل ګاډی له کویټې نه د پېښور تمځي ته روان و. په اورګاډي کې ۳۵۰ مسافر سپاره وو.
د یوه ځايي اوسېدونکي په وینا، د پاکستان امنيتي ځواکونه او د ژغورنې ډلې د پېښې په اړه له خبرېدو سره سم سيمې ته ورسېدل، او د سيمې له محاصرې وروسته يې د پلټنې عمليات پيل کړل.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې ورته بریدونه د بلوچو بېلتون غوښتونکو ډلو له خوا ترسره شوي دي.