د امریکا لهخوا پر هند د لوړو تعرفو له لګېدو وروسته؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر نرېندارا مودي ځینو پلویانو او سوداګرو په هند کې د مک ډونالډ، کوکا کولا، امازون او اپل شرکتونو سره د پرېکون غوښته کړې ده.
ورته مهال هندي چارواکو بیا له خلکو غوښتي، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي. په هند کې له امریکايي توکو او شرکتونو سره د پرېکون خبره وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هندي توکو ۵۰سلنه تعرفه ولګوله.