د کولمبیا ښي اړخی سناتور او د ولسمشرۍ احتمالي نوماند میګوېل اوربي چې دوه میاشتې وړاندې په یوه مرګوني برید کې ټپي شوی و، مړ شو.
د اوربی مړینه د هغه مېرمن «ماریا کلوډیا تارازونا»، او هغه روغتون چې نوموړی پکې بستر و، تایید کړې ده.
میګوېل اوربي د روان کال په جون کې په پلازمېنه بوګوتا کې د یوې ټاکنیزې غونډې په جریان کې په سر په ډزو وویشتل شو.
د کولمبیا پولیسو د یوه ۱۷ کلن ځوان په ګډون چې د برید د ترسره کولو شک پرې کېده، شپږ نور کسان هم نیولي دي.
میګوېل اوربي د کولمبیا د محافظه کار ډېموکراټیک مرکزي ګوند غړی و.دا ګوند د دغه هېواد د کیڼ اړخي ولسمشر ګوستاو پیټرو په مشرۍ د اوسني کولمبیا حکومت د پالیسیو سخت مخالفت کوي.