طالبانو د روغتیا له نړۍوال سازمانه د سرطان د درملنې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر سره په کتنه کې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، نور جلال جلالي په دې کتنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغیو د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو د برابرېدو، د عامې روغتیا وزارت د جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او د نویو ستراتیژیو د جوړیدو په تړاو د همکاریو غوښتنه وکړه.

نوموړي همداراز وویل، د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین باید په ښه توګه ترسره شي او د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید مناسب پلان جوړ او عملي شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر په دې کتنه کې په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سرطان ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، خو د تشخیص، درملنې او تخصصي روغتیايي مرکزونو کمښت له دې ناروغۍ مړینه زیاته کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، هر کال زرګونه افغانان د سرطان له بېلابېلو بڼو سره مخ کېږي، خو یوازې محدود شمېر یې په داخل هېواد کې درملنه مومي. د امکاناتو، تجهیزاتو، متخصصو ډاکترانو او درملو نشتوالی خلک اړ باسي، چې بهرنیو هېوادونو ته مراجعه وکړي، چې دا کار له اقتصادي او ټولنیز پلوه ډېرو کورنیو ته ستونزمن تمامېږي.

نور خبرونه

رادیو