د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی چې پرون (دوشنبه د زمري په ۲۰مه) د بشکېک په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه قرغزستان ته تللی وو، نن یې (د زمري په ۲۱مه) د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې.
په قرغزستان کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه هوکړې دوه مهمې سوداګریزې هوکړې بللي خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، طالب وزیر نورالدین عزیزي به د قرغزستان په اقتصادي فورم کې له ګډون سربېره د کوربه هېواد له چاراکو او د نورو هېوادونو له استازو سره هم دوه اړخیزې لیدنې ولري.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه اقتصادي فورم د بېلابېلو هېوادونو استازو ته د دې فرصت برابروي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې او نظریات تبادله کړي.
د یادونې وړ ده چې د قرغزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د راجلبولو لپاره یو مهمه سیمهییزه ناسته ده، چې د حکومتي استازو ترڅنګ د خصوصي سکتور غړي هم پکې ګډون کوي او د ترانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمهییزو بازارونو د همکارۍ په څېر موضوعات څېړي.