طالبانو د یو کس د وژنې قضيه کې د خپلو جنګیالیو د بښنې لپاره له یو میلیون ډېرې افغانۍ ورکړي

۳ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې طالبانو د یوه وژل شوي کس کورنۍ ته د قناعت ورکولو وروسته تر یو میلیون زياتې افغانۍ ورکړي.

د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ د شډل سېمې اوسېدونکی مطیع الله څه موده وړاندې د طالبانو د شنې قطعې د جنګیالیو له لوري په ډزو سره وژل شوی وو.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ولایت مرستیال، د علماو شورا مشر او د استخباراتو مسولینو د قرباني شوي کس له کورنۍ سره لیدنه کړې او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې په پېښه کې ښکیل طالب جنګالی وبښي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د شنه قطعې جنګیالیو هم د دییت د ورکړي خبره منلې او د قرباني شوي کورنۍ له بښنې یې مننه کړې.

طالبانو د وژل شوي کس د کورنۍ له قوله لیکلي: «دوی دا بښنه د الله د رضا لپاره کړې او په راتلونکې کې به هيڅ ډول دعوه او ادعا ونه کړي.»

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د وژل شوي کس د کورنۍ رضایت د طالبانو د فشار او ویرې له امله وو.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دا لومړی ځل نه دی، چې دغه ډله د ولسي وګړو د وژنې قضیې، چې د طالب وسله والو سره تړاو لري د پیسو په ورکړي او دکورنیو د بښنې په قانع کولو بندیږي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول کړنې نه یوازي د عدالت مخه نیسي، بلکي وسله وال دا ډول پېښو سره عادي کولو ته هڅوي.

نور خبرونه

رادیو