د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

د طالبانو دویمه واکمني او د نشه‌يي توکو تاکتيکي منع کول

۱ ساعت مخکې

که څه هم طالبانو د ۲۰۲۲کال (د اپرېل میاشتې په ۳مه نېټه) د نشه‌يي توکو کاروبار منع کړ؛ خو په حقیقت کې دغه کاروبار په یوې نوې بڼه او تاکتیک نور هم پراخ شوی او د نشه‌يي توکو د کاروبار جغرافیه او بڼه بدله شوې ده.

کله چې د ۲۰۲۱کال (د اګست په ۱۵مه نېټه) د کابل څرخي پله زندان د طالبانو له‌خوا مات کړل شو؛ نو د نورو جنایتکارانو تر څنګ د نشه‌يي توکو سلګونه قاچاق کوونکي هم خوشې شول.
یوه خوشې شوي زنداني حاجي محمود (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «د اګست په ۱۴مه نېټه د محبس امنیتي مسوول ډېر زندانیان مسلح کړل. په دې وخت کې دوه ډوله زندانیانو ته وسلې ورکړل شوې؛ یو د طالبانو جنګیالي او بل د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي چې زما د معلوماتو له مخې د قاچاق کوونکو زندانیانو شمېر ۱۸۷۲ تنه وو.»
د ولسي جرګې پخواني غړي خالد پښتون افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه ویلي، د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي نه یوازې دا چې ازاد ګرځي؛ بلکې ځینې یې د طالبانو په حکومت کې پر لوړو پوسټونو کار کوي او اوس هم د نشه‌يي توکو کاروبار کوي.
ښاغلی پښتون زیاتوي:« د طالبانو په لیکو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو شبکه تر پخوا ډېره پراخه شوې ده. که د نړۍوالې ټولنې فشار نه وي د طالبانو له نظره د نشه‌يي توکو قاچاق عادي کار او مشروع سوداګري ده.»
که څه هم د طالبانو لوړ پوړي چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی؛ خو له بلې خوا بیا د دوی له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت هر کال راپورونه خپروي او وايي، چې په پلاني ولایت کې مو د تاریاکو دومره کښتونه ویجاړ کړل؛ اوس پوښتنه دا ده که په افغانستان کې د کوکنار کښت صفر شوی وي، نو دوی د څه شي کښتونه ویجاړوي؟
یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وویل:« د افغانستان په ځينو غرنیو سيمو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي؛ لکه د هلمند ولایت د بغني، باغران او موسی کلا سیمې.»
ځینې هغه ځمکه‌وال چې پخوا یې له طالبانو سره مرستې کولې، اوس هم له لویو لارو څخه په ګوښه، پټو او غرنیو سیمو کې تاریاک کري. ځينې یې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ته پيسې ورکوي او ځینې سیمه‌ییز چارواکي بیا بزګرو ته د قبیلوي اړیکو له امله څه نه وايي.
یوې بلې سرچينې افغانستان انټرنشنل پښتو ته بیا ویلي، چې د فراه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې اوس هم کوکنار کرل کېږي؛ دغه کوکنار د طالبانو پخواني ملګري کري، هغوی ته هیڅ نه ویل کېږي، نه یې څوک کوکنار اړوي او نه یې زنداني کوي.
په ۲۰۲۴کال کې له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې راپور وښودله، چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو کښت کم شوی؛ خو برعکس د افغانستان په شمال ختيځو ولایتونو کې بیا ډېر شوی دی.
په دې راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ۳۳۳ټنه تاریاک تولید شوي؛ خو په ۲۰۲۴کال کې ۴۳۳ټنه تاریاک تولید شوي دي.
په دې راپور کې څرګنده شوې، چې په نړۍوال بازار کې د یوه کیلو ګرامه تاریاکو بیه له ۴۴۰ ډالرو ۷۴۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده.
په راپور کې دا یادونه هم شوې، چې له دغه تاریاکو څخه به له ۳۲ څخه تر ۵۰ټنه پورې هیرویین تولید شي.
یوه سرچینه وايي، چې طالبانو د نشه‌يي توکو شبکه پر دوو برخو وېشلې ده؛ یوه برخه یې په افغانستان کې په پټه او لږه اندازه کوکنار کري او بیا دا تاریاک په هیرويينو او ښیښه اړوي او دویمه ډله یې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته استولې چې هلته د کوکنارو کښت دود کړي.

د نشه‌يي توکو د کاروبار جغرافیې څنګه بندلون وموند؟
د تاریاکو پېرل او زېرمه کول

سرچینه وايي، چې د کوکنارو د کښت تر منع کولو مخکې د طالبانو د مالیې وزیر ملا ګل اغا بدري د بیت المال په پیسو ۷۰۰ خرواره تاریاک وپېرل. یو خروار تاریاک له سلو کندهاري منو سره برابر دي او یو کندهاری من څلورنیم کیلوګرامه کېږي، چې په دې ترتیب د تاریاکو دغه اندازه ۳۱۵میټریک ټنه کېږي.
د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په تېره دوره کې د ملامحمد عمر نږدې او وفادار ملګری و او اوس یې د کرزي پر ځای د پوپلزيو قبیلې د مشر ځای نیولی او د طالبانو د تحریک ترمنځ د دوحې «اتل» هم بلل کېږي.
سرچینې وايي، ملا برادر اخوند هڅه کوي چې د اقتصادي چېنل له لارې خپله ډله لویه کړي؛ له همدې امله یې د ملا ګل اغا له دې کار سره مخالفت وښود او هغه یې له مالیې وزارت څخه لرې کړ.
که څه هم هغه مهال نورو طالبانو او قاچاق کوونکو هم تاریاک پېرل او د ګرانۍ لپاره یې زېرمه کړل؛ خو د ملا ګل اغا د تاریاکو اندازه یو څه ډېره وه.
دا چې د تېر جمهوریت تر پرځېدو وروسته ډېر کوکنار کرل شوي، بزګران د وچکالۍ له امله اړ وو چې تاریاک ارزانه وپلوري.
سرچینې وايي، چې د کوکنارو د بندولو پر مهال یو کندهاری من (څلور نیم کیلو ګرامه) په ۳۰زره پاکستانۍ کلدارو؛ خو د کوکنارو د کښت منع کولو له اعلان سره سم یې بیه درې برابره لوړه شوه او اوس ښه تاریاک من په پنځه لکه کلدارو پلورل کېږي.

بلوچستان ته د کوکنارو کښت وړل
سرچینې وايي، چې د تېر جمهوریت تر پرځېدو څو میاشتې مخکې د طالبانو یوې شبکې د کوکنارو د کښت سیسټم د ډیورنډ کرښې بلې غاړې (بلوچستان) ته ولېږداوه.
په دې شبکه کې د کوکنارو متخصص بزګران، نېښګران، قاچاق کوونکي او د پاکستان امنيتي ادارو ته نږدې خلک شامل وو، چې په ۲۰۲۲کال کې یې په بلوچستان کې خپل فعالیتونه پوره منظم کړل.
د سرچینو په حواله د روزګان او کندهار قاچاق کوونکو د بلوچستان له ځايي ځمکه‌والو څخه د یوې برمې په اندازه (لس - شل جریبه) ځمکه د یوه کال لپاره په لس لکه کلدارو اجاره اخیستې ده.
ځايي ځمکه‌والو بیا له پاکستاني امنيتي چارواکو سره خبرې کړې او هغوی ته د هرې برمې په سر له یو لک څخه تر یو نیم لکه کلدارې بډه ورکوي.
د پاکستان امنیتي ادارو د دغې بډې په بدل کې ژمنه کړې، چې د کوکنارو د کښت، نېښ وهلو او تاریاکو د قاچاقو مخه به نه نيسي چې تر دې مهاله پر خپله ژمنه درېدلي دي.
سرچینې وايي، چې په بلوچستان کې د کوکنارو کښت د کندهار سپين بولدک ته نږدې له اڅکزۍ توبې سيمې څخه پيلېږي، د چمن له ښار څخه په لرو پرتو جوړو شویو لویو کلاوو کې هم ډېر کوکنار کرل کېږي، د کویټې ښار ته پر لویه غځېدلې لاره پرتو سیمو کې هم کوکنار کرل کېږي؛ لکه ګلستان، عبدالله خان، ځنګل پير علي‌زۍ او کچلاغ سیمې.
له کچلاغ څخه کاکړستان پیلېږي او بیا تر ژوپ پورې ډېرو لرو پرتو کلاوو کې کرل کېږي، چې تر ټولو ډېر کوکنار د ژوب ولسوالۍ په (لوڼي) سیمه کې کرل کېږي.
په بلوچستان کې کوکنار په بې دېواله ځمکو کې نه کرل کېږي، پر ځمکو لویې کلاګاني جوړې شوې دي او دروازې یې بندې وي. په کلا کې دننه بزګر او نور کارپوهان هم اوسېږي. دوی په کلا کې یې برمه وهلې وي او د برمې له لارې دغه کښت خړوبوي. یوه برمه له دېرش څخه نیولې بیا تر دېرش جریبو پورې ځمکه خړوبوي.
د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو قاچاق کوونکو بیا د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د بلوڅانو په سیمه کې ورته کار کړی دی، لکه ډالبندين چې هلمند ته نږدې سیمه ده.
سرچینې وايي، چې له کوکنارو څخه ترلاسه شوي تاریاک له بلوچستان څخه د سپين بولدک له لارې کندهار ولایت او بهرامچې له لارې هلمند ولایت ته قاچاق او بیا هلته په هیرويينو او ښیښه اوړي.
سرچینې دا هم وايي، چې طالبان پر دې دوو لارو د تاریاکو قاچاق کوونکو ته څه نه وايي؛ یوازې د هغو قاچاق کوونکو نشه‌يي توکي نيسي، چې د طالبانو له شبکو سره اړيکې نه لري او پر خپل سر یې د قاچاقو کاروبار پيل کړی وي.
اوس د بلوچستان ځايي بزګران هم له دې کښت سره څه ناڅه اشنا شوي دي.
د بلوچستان عبدالله خان سیمې یو زلمی محمود وايي:« دوه میاشتې مخکې مې په عبدالله خان کارېز کې د تاریاکو نېښ وواهه او د ورځې یې دوه زره کلداري راکولې. اوس په دې سیمو کې د کوکنارو د کښت خبره له هیچا هم پټه نه ده، د جوماتونو پر منبرونو یې هم یادونه کېږي.»
په خواله رسنیو کې د کویټې ښار د کندهاري جامع مسجد امام مولانا سید نورالدین اغا یوه ویډیو خپره شوې ده. نورالدین اغا په دغه ویډیو کې وايي:« یوه کلیوال راته ویل چې له جومات پرته مو په ټول کلي کې کوکنار کرلي دي. ما ورته وویل چې د جومات پر بام یې ولې نه کرئ؟ هغه راته وویل، چې د جومات پر بام یې ترتیب نه برابرېږي.»
د سرچینې په وینا؛ کله چې په بلوچستان کې د کوکنارو د کښت او قاچاقو سيسټم ښه منظمه فعال شو، د طالبانو د مشر ملاهبت الله پر شاوخوا راټولو کسانو چې تر ډېره د دغې شبکې مهم غړي وو؛ ملا هبت الله اخوند ته مشوره ورکړه چې باید د کوکنارو کښت ودروي.
دغه مشوره ډېر ژر ومنل شوه. د ۲۰۲۲کال (د اپرېل میاشتې په ۳مه نېټه) د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند فرمان صادر کړ، چې د کوکنارو کښت حرام دی او هیڅوک یې نه شي کرلای.
کله چې د کوکنارو کښت منع کړل شو، له دې اعلان سره سم د تاریاکو بیه له دېرشو زرو کلدارو څخه دوو لکو کلدارو ته لوړه شوه.
د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې د نشه‌يي توکو منع کول د ۱۹۹۹کال په ډول تاکتيکي، پخوانۍ او بریالۍ تجربه ده. هماغه پخوانۍ مشوره او پخوانۍ شبکه ده، یوازې د شبکې غړي، د نشه‌يي توکو جغرافیه او کیفیت بدل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو