د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

د کوکنارو کښت؛ د طالبانو تحریک لومړۍ مالي سرچینه

۳ ورځې مخکې

پخوا د کوکنارو نېښ یوازې طالبانو واهه، ولسي خلکو داسې انګېرله، چې ګواکې د کوکنارو کښت «مباح» کار دی. کله چې د طالبانو تحریک راوټوکېد، قاچاق کوونکو یې مالي ملاتړ وکړ؛ اوس دغه دوه ډلې تر پخوا ډېرې سره نږدې شوې. قاچاق کوونکي د طالبانو سياسي او طالبان د هغوی مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د کوکنارو کښت او د کوکنارو نېښ وهل پنځه لسیزې مخکې لا له طالب، مدرسې او جومات سره غوټه شوی و. د نېښ وهلو په فصل کې به ټولې مدرسې او جوماتونه رخصت شول، ځکه پخوا د تاریاکو نېښ یوازې طالبانو وهلی شوای او یوازې دوی په دې برخه کې تخصص لاره.
که څه هم طالبانو یوازې د پيسو ترلاسه کولو لپاره د کوکنارو نېښ واهه؛ خو دې کار ځمکه‌والو او بزګرو ته دا شرعي فتوا هم په لاس ورکوله، چې ګواکې د کوکنارو کښت له شرعي پلوه «مباح» کار دی.
سرچینې وايي، چې په ظاهرشاهي دوره کې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم څو کورنیو د نشه‌يي توکو قاچاق کاوه، چې له دې ډلې څخه د حاجي رحمت الله خان او د هغه ورور حاجي محمد عیسی خان نومونه یادولای شو. دوی له دې لارې ډېر شتمن شول، چې اوس هم په کندهار او هلمند کې ډېر جایدادونه لري.
حاجي رحمت الله خان پنځه لسیزې مخکې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په خپل مالي لګښت یوه لویه مدرسه جوړه کړه «دا یادونه ځکه کوو چې د طالب، د کوکنارو کښت او د مدرسې مثلث ته اشاره وکړو) دې مثلث له څو لسیزو راهیسې په همدې بڼه دوام کړی او اوس په یوې پياوړې سیاسي شبکې اوښتی.»

د طالبانو تحریک تر شا پټ بنسټګر، لومړی مقاومت او لومړۍ واکمني
که چېرته وپوښتل شي، چې د طالبانو د تحریک لومری او اصلي بنسټګر څوک و؟ نو ښايي ګڼ کسان ووايي چې ملا محمد عمر اخوند؛ خو د دغه تحریک په جوړولو کې د ملا محمد عمر تر شا یو بل پټ، مرموز او موثر کرکټر ته د چا پام نه دی؛ په دغه راپور کې د دغه کرکټر په اړه هم ځینې معلومات سپړل شوي دي.
په ۱۹۹۲ کال کې کله چې د ډاکټر نجیب الله حکومت وپرځېد؛ څو میاشتې وروسته واک د جمعیت اسلامي تنظیم مشر استاد رباني ته ورسېد، له دې سره سم په ټول افغانستان کې د جهادي ډلو ترمنځ جګړې پيل او ملت د دغو ډلو له لاسه له بېلابېلو ناخوالو سره مخ شو.
که څه هم خلک په ښارونو او کلیو کې له زورواکۍ، ګډوډۍ او ملوک الطوایفۍ څخه تنګ شوي وو؛ خو پوښتنه دا ده چې ولې د پاټکسالارانو نوم ډېر د خلکو خولو ته ولوېد او د رسنیو سرټکی شو؟ د دغې پوښتنې ځواب دا دی، چې پاټکونه په لارو کې جوړ شوي او د دې پاټکونو اصلي قربانیان سوداګر وو. پاټکسالارانو پر هر ګام له سوداګرو څخه د مالیې او په نورو پلمو پیسې اخیستې، د سوداګریزو مالونو یوه برخه به یې ګرځوله او کله ناکله به یې په یوه او بله پلمه د هغوی ټول مالونه هم ضبط کړل.
د دې دورې له پيل سره سم د کندهار ټول لوی او پياوړي جهادي قوماندانان کندهار ښار ته ننوتل او هر یو د ښار پر یوه برخه واکمن شو؛ خو کوچنیو قوماندانانو بیا په لویو لارو کې پاټکونه جوړ کړل، د جمعیت له پياوړي قوماندان ملا نقیب الله پرته بل هیڅ مشهور ملا یا طالب قوماندان نه ښار ته ننووت او نه یې پاټک جوړ کړ.
د دغو قوماندانانو لویه برخه د مولوي خالص له تنظیم سره تړلي وو، چې د جګړو پرمهال یې هم خپلمنځي پخه انډيوالي لرله، د دغې ډلې ډېری قوماندانانو په پنجوايي، اوسنۍ ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې مرکزونه جوړ کړي وو او ځانګړې محکمه یې لرله، چې (مولوي پاسنی) نومي قاضي یې ډېر مشهور و.
دغه ټلواله له خپلو وسلو او مهماتو سره په خپلو ولسوالیو کې همداسې یو موټی پاتې شوه؛ خو د خپلمنځي تفاهم او مشورو لپاره یې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ مرکز غوره کړ، چې ولسي خلکو د (ارغستان شورا) په نوم یاده کړه.
هغه مهال پاټکسالارانو په کلیو، ښار او لارو کې خلک ډېر تنګ کړل، ډول، ډول ظلمونه یې پرې وکړل، خلک نه پوهېدل چې څه وکړي؟
که په دې وخت کې د ټوپکسالارانو پر ضد هر چا او هر چېرې غږ پورته کړی وای ولس یې خامخا ملاتړ کاوه.
د حاجي قاسم (مستعار نوم) د پنجوایي ولسوالۍ یو ځمکه‌وال وايي، چې په (۱۹۹۳) کال کې د کویټې ښار پښتون اباد سیمې په یوه مېلمستیا کې د افغانستان مشهور سياست‌وال او د داوود خان جمهوري دورې د کرنې وزیر عزیزالله واصفي وویل: «لکه ټوپکیان چې پاکستان زموږ د وطن او ملت پر ضد روزلي، دغه ډول د ارغستان شورا هم د (ISI) په لارښوونه جوړه شوې او دا یې (B) پلان دی. دوی انتظار دي، چې ټوپکیان ولس ښه تنګ کړي او بیا دغه شورا د نجات د فرشتو په نوم میدان ته راودانګي او ځورېدلي ولسونه یې له ناچاریه ملاتړ وکړي.»
واصفي زیاته کړه:« دا خبره له پخوا څخه د وړاندوینې وړ وه؛ ډېرو روڼ اندو ویلي وو، چې جهادي ډلې د حکومتولۍ پلان او وړتیا نه لري یوازې د جګړې لپاره جوړې شوې دي. باید موږ له روسانو سره د جهاد ترڅنګ سياسي بدیل هم ولرو؛ خو د جهادي ډلو مشرانو د دغو روڼ اندو مشوره نه منله او ځانونه یې جامع الکمالات بلل. دا دی هغه وړاندوینه رښتیا شوه، دغو ډلو فتنې جوړې کړې او د دغو فتنو لمن ورځ تر بلې پراخېږي.»
د ارغستان له شورا سره هم‌مهاله د نشه‌يي توکو څو مشهور قاچاق کوونکو هم له (ISI) شبکې سره نږدې اړیکې لرلې، چې له دې ډلې څخه یو هم د پخواني قاچاق کوونکي محمد عیسی خان زوی حاجي بشیر نورزی و.
نورزی د مولوي خالص اسلامي حزب قوماندان و، چې هغه مهال یې په میوند ولسوالۍ کې د پوځي جبهې، قبیلې، شتمنۍ او سخاوت له برکته کافي ځواک لاره. نورزی نه یوازې دا چې یو پياوړی جهادي قوماندان و؛ بلکې د لوی کندهار د سوداګرو، قاچاق کوونکو، ځمکه‌والو او شتمنو خلکو محور هم و.
حاجي بشیر هغه مهال د (نورزي) تخلص نه لاره او په ولسي محاوره کې یې نوم (حاجي بشر) و.
هغه مهال زیانمن شویو سوداګرو له ټوپکسالارانو څخه د خلاصون بله لاره و نه موندله؛ نو د پخوانیو اړیکو له مخې یې حاجي بشیر نورزي ته شکایت وکړ.
هغه مهال په کندهار کې درې مهم پوځي ادرسونه وو. د کندهار ښار او نږدې ولسوالیو قوماندانان چې خلکو ټوپکیان بلل، دویم میوند او درېیم د ارغستان شورا وه. په حقیقت کې د ارغستان شورا او میوند یوه ډله وه، ځکه ډېری یې د مولوي خالص د تنظیم قوماندانان وو؛ خو په ورته وخت کې یې تر خپل منځ د واک او مادياتو پر سر لږه سیالي هم لرله.
د میوند په ادرس کې د قوماندانانو ترڅنګ قاچاق کوونکي، سوداګر، ځمکه‌وال، شتمن خلک، د دېرې، حجرې او دسترخوان خانان شامل وو؛ خو د ارغستان په شورا کې هغه طالب قوماندانان راټول شوي وو، چې نه یې دومره شتمني لرله او نه هم دسترخوان؛ بلکې د ملايي او طالبي عادت له مخې یې تل د نورو دسترخوان ته سترګې نیولې وې.
که څه هم میوند له ارغستان سره له فکري او تنظیمي پلوه ډېرې نژدې اړیکې لرلې؛ خو تجربو ښودلې چې په افغانستان او سیمه کې د خانانو پروژې چندان نه ناکامه کېږي، ځکه چې ملا او طالب تل د خان او شتمن تابع وي.
هغه مهال د میوند ادرس پرېکړه وکړه، چې باید له میوند څخه د کندهار تر ښاره پورې پاټکونه ټول شي او د دغه کار لپاره یې ملا محمد عمر اخوند غوره کړ چې په لږ وخت کې په (لوی ملا صاحب) مشهور شو.
د ارغستان د شورا غړو که څه هم هر یوه ځان د دې تحریک د مشرتوب وړ باله؛ خو هغه مهال کار تر کار تېر شوی و. ځکه حاجي بشیر نورزي د ملا محمد عمر ډله منظمه او په پیسو، وسلو او نورو ځوانانو پياوړې کړې وه.
په میوند او سپین بولدک ولسوالیو کې د نورزۍ قبیلې شمېر ډېر دی، د میوند له پاڅون سره سم ډېر ژر د سپين بولدک ولسوالۍ سقوط وکړ. په دغه ولسوالۍ کې د کندهار د لویو قوماندانانو خورا ډېرې وسلې او مهمات د ملا محمد عمر اخوند لاس ته ورغلې، د ارغستان شورا مجبوره شوه، چې له ملا محمد عمر سره بیعت وکړي او خپل ټول جنګیالي او وسلې د هغه په واک کې ورکړي.
که د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ وزیران، معینان، والیان، ولسوالان او مهم قوماندانان وګورو نږدې ټول یې د ارغستان شورا غړي وو.
څو عناصرو د دغه تحریک بنسټ کېښود: یو د مولوي خالص جهادي تنظیم، دویم له (ISI) سره نږدېوالی، درېیم له دیوبندي مسلک سره تړلی د مدرسې بشري پیاوړتیا او څلورم د قاچاق کوونکو او شتمنو سوداګرو ملاتړ.
ملا محمد عمر د ارغستان شورا غړی نه و او تر دې مخکې له روسانو سره د جګړې پرمهال د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې د مولوي خالص د تنظیم د یوه قوماندان ملا فیض الله اخوند جبهه کې د عادي ډلګۍ مشر یا سر ګروپ و.
دا چې د طالبانو د تحریک اصلي محرک او بنسټګر حاجي بشیر نورزی و، دا خبره د کندهار عام خلک هم کوي؛ خو لیکلی سند یې د ملا محمد عمر د ویاند او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخواني رییس عبدالحی مطمین په کتاب کې موندلای شو، چې (ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان) نومېږي. د دغه کتاب په ۸۲مې پاڼې راغلي، دا چې حاجي بشیر او ملا محمد عمر اخوند له پخوا یو بل سره پېژندل او دواړه د مولوي خالص د تنظیم غړي وو؛ نو خپله سیمه او وسلې یې د هغه په واک کې ورکړې، چې په دې ډول میوند ولسوالي د ملا محمد عمر لاس ته ورغله.
میوند د کندهار او هلمند ولایتونو پر ګډه پوله او لویه لاره پرته ولسوالي ده، چې د طالبانو د تحریک ډېر مهم قوماندانان د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او څو لوی شتمن خلک هم دې ولسوالۍ ته منسوب دي، چې ډېری یې د نشه‌يي توکو قاچاق کوونکي دي.

نور خبرونه

رادیو