د سولې په اړه له بې‌پایلو خبرو وروسته؛ په باجوړ کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړل شوی

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۹

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځینو باوري سرچینو نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د سولې د هڅو له ناکامېدو سره سم «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان پوځ بېرته خپل بریدونه پیل کړي دي.

سرچینې وايي، د سولې په تړاو د خبرو له ناکامېدو وروسته ګڼې کورنۍ د پوځي عملیاتو د پیل له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي. لا تراوسه د دغه کورنیو کره شمېر روښانه نه‌دی.

د باجوړ د سولې جرګې مشر هارون رشید رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې د جرګې او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ خبرې د ځینو ځانګړو لاملونو له کبله د اوس لپاره بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي. نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو زیاته کړې یې ده چې تر بل پرمختګه به نور له وسله‌والو سره د سولې خبرې نه کېږي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د یوې باوري سرچینې له لوري د «ټي‌ټي‌پي» یو غږیز پیغام رسېدلی، چې په‌کې طالب قوماندان د خبرو د ناکامېدو پړه پر پوځ اچوي.

په دغه غږیز پیغام کې طالب قوماندان وايي، چې سیمې ته د پوځ تازه دمي ځواکونه ورغلي؛ خو دوی هم د جګړې لپاره پوره چمتوالی لري. د باجوړ امن جرګې او تحریک طالبان پاکستان په خپلو کې اووه پړاوه خبرې وکړې.

د خبرو موخه د باجوړ له ولسوالۍ د تحریک طالبان پاکستان د غړو وتل او د پوځ د علمیاتو مخنیوی ښودل شوې وه.

یو شمېر پاکستانیو ورځپاڼو هم د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې د خبرو له ناکامېدو سره سم به په سیمه کې د وسله‌والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شي.

په باجوړ کې د ځايي خلکو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د ناکامۍ په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دغه سیمه لا له وړاندې د نا امنۍ او نښتو شاهده ده.

نور خبرونه

رادیو