د بې پولې خبریالانو سازمان یا «ار ایس ایف» په څه کم درېیو اونیو کې په کابل د طالبانو له لوري د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول کېدل غندلي دي.
د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا څانګې مشره «سیلیا مرسېر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د روان کال د جولای له ۲۲مې راهیسې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل سر نیولي او لا یې هم برخلیک نه دی روښانه شوی.
د سیلیا مرسېر په وینا، له دغو کسانو د ځينو اعترافیه ویډیوګانې خپرې شوې او پکې د ادعا شویو تورونو لکه «اخلاقي فساد» په تړاو اعترافونه شوي دي.
«ار ایس ایف» د دغو وروستیو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو، د هغوی د ضبط شویو وسایلو د بېرته ورکړې او د رسنیو له کارکوونکو سره دغه ډول چلند د پایته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د «ار ایس ایف» د سویلي اسیا څانګې مشره سیلیا مرسېر د طالبانو له لوري دغه وروستۍ نیونې او په زور سره اعترافونه په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د لمنځه وړلو لپاره یو ویرونکی حالت بولي او د ډارولو دغه نوې لارې د عادلانه محاکمې او د مطبوعاتو ازادۍ د حقونو تر پښو لاندې ګڼلي دي.
نوموړې یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کړی چې د طالبانو پر دغه ډول کرغېړنو میتودونو او د خبریالانو پر ځپنې سترګې پټې نه کړي.
د یادولو وړ ده، چې د روان کال په جولای میاشت کې په کابل کې د وېب پاڼې ډیزاینر په جلا وطنۍ کې له نورو رسنیو سره د همکارۍ په تور او د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فډراسیون پر دفتر د طالبانو په چاپه کې د رسنیو ۳ نور مسلکي کسان نیول شوي دي.
تر دې مخکې د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خبریالانو د نیونې او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو کړنې غندلې وې او ویلي وو چې لا هم لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.