پاکستان غزې ته بشري مرستې واستولې

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د اسلام‌اباد په نړۍوال هوايي ډګر کې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یو لړ مراسمو په لړ کې غزې ته بشري مرستې واستولې.

دغه وزارت نن جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه او د ملي افتونو د مدیریت ادارې سره په همکارۍ لېږل شوې دي. په دغه مرستو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.

نور خبرونه

رادیو