فاطمه مهاجراني: حکومت ځان د خبریالانو د ازادۍ، امنیت او عزت د ملاتړ مسول ګڼي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د ایران دولت ویاندې فاطمې مهاجراني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی ځان د خبریالانو د ازادۍ، امنیت او عزت د ملاتړ مسول ګڼي.

هغې په ایران کې د خبریالانو د هڅو ستاینه کړې.

د ایران دولت ویاندې فاطمې مهاجراني د جمعه په ورځ (د زمري ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د ژورنالېستانو ورځ د پوهاوي لوړولو او حقیقت ساتنې د لوی ماموریت یادونه ده. زه د ټولو خبریالانو د صادقانه هڅو ستاینه کوم، چې د خلکو او چارواکو ترمنځ د پل حیثیت لري.»

هغې ټينګار کړی، چې حکومت د خبریالانو د ازادۍ او امنیت د ملاتړ مسول دي.

نور خبرونه

رادیو