د چين د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، د ګانسو ولايت د یوجونګ ولسوالۍ په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۳ نور تری تم شوي دي.
د بارانونو له امله د شينګلونګ غره په سيمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زيات کسان بند پاتې دي.
د سي سي ټي دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د سختو بارانونو له امله د شینګلونګ غره پّ سیمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زیات کسان بند پاتې دي.
د ځايي چارواکو په وينا، د جمعې تر سهاره د باران کچه په ځينو سيمو کې تر ۱۹۵ ميلي مترو رسېدلې.
د چين ولسمشر شي جينپینګ د ژغورنې او د سېلابونو د مخنيوي لپاره د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.