د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې لوړپوړي غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې شول

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د پاکستان ملي شورا د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف یا پي‌ټي‌ای درې مهم غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې کړي دي. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د دغه ګوند څو غړي د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له‌خوا بې‌واکه شول.

د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې؛ عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی.

دغه بدلونونه وروسته تر هغې راغلي، چې په روانه میاشت کې په فیصل‌اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې (د مئ د ۹مې نیټې) د لاریونونو په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر لوړ پوړو مشرانو ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.عمر ایوب، شبلي فراز، زرتاج ګل، سید حامد رضا او شیخ رشید شفیق په محکوم شویو کسانو کې شامل دي.

پارلمان همداراز د پي‌ټي‌ای د اووه نورو غړو نه د ۱۵ دایمي کمېټو غړیتوب بېرته واخیست. په دې ترڅ کې سید حمید رضا د بشري حقونو کمېټې له مشرۍ ګوښه شو، زرتاج ګل د همدې کمېټې له غړیتوبه لرې شوه او رای حسن نواز د اوسپنې ‌پټلۍ کمېټې له مشرۍ ګوښه شو. دغه راز، عمر ایوب د عامه حساباتو او مالي کمېټو له غړیتوبه هم لرې کړل شوی.

د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې تر دې مخکې د تحریک انصاف د ۵۰ مشرانو د نیولو امرونه په لاریونونو کې د لاس لرلو په تور صادر کړي وو. په دوی کې پخوانی ولسمشر عارف علوي، د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور، اسد قیصر، حماد اظهر، فیصل جاوید، سلمان اکرم راجا، رووف حسن، مراد سعید او احمد نیازی شامل دي.

نور خبرونه

رادیو