د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ترکي سیال هاکان فېدان، جرمني سیال یوهان وادفول، فرانسوي سیال ژان نوېل بارو او مصري سیال بدر عبدالعاطي سره په جلا جلا ټيلفوني اړیکو کې په غزه کې پر وروستي وضعیت او همداراز د امنیتي او انساني پایلو په تړاو خبرې کړي دي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت وايي، فیصل بن فرحان د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۷مه) له خپل ترکي، مصري او اروپايي سیالانو سره په غزه کې د روانې جګړې او انساني کړاونو د پایته رسېدو او همداراز د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییل د پرېکړې د ناوړه پایلو په تړاو خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوولې «کایا کالاس» سره په ټيلفوني اړیکه کې په غزه کې د وروستیو بدلونو په تړاو له خبرو سربېره پر غزې د اسراییل د تیري او انساني ناورین د پایته رسېدو پر اهمیت هم ټينګار وکړ.
له دې سره سم، د فلسطین دولت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پر غزې د اسراییل د جنایتونو د درېدو په تړاو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي او همداراز به د فلسطین ولس د ساتنې او د یرغلګرو د نورو اقداماتو د مخنیوي لپاره به د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او عربي ټولنې د غونډو د جوړېدو غوښتنه وکړي.
تر دې مخکې هم سعودي عربستان د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییلي چارواکو څرګندونې غندلې وې او زیاته کړې یې وه چې د نړۍوالو قوانینو او انساني ارزښتونو له مخې، فلسطینیان په دغې ځمکه کې مشروع حقوق لري.
د یادولو وړ ده، چې د غزې د بشپړې نیونې په تړاو د اسراییل د امنیتي کابینې پرېکړه تر اوسه له ګڼو نړۍوالو غبرګونونو او غندنې سره مخ شوې ده.