د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه وېډیويي پېغام کې ویلي، چې په خېبر پښتونخوا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو تر څنګ د سېلابونو په پېښو کې پر اوښتې مرګ ژوبلې سخت خپه دی. هغه له پاکستانیانو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
ښاغلي ډار د شنبې په ورځ د (زمري ۲۵مه) زیاته کړې، چې نوموړی برېټانیا ته د سفر په لړ کې دی او د دغو طبیعي پېښو له کبله به خپل دغه سفر را لنډ کړي؛ څو خپل ټول پام بېړنیو مرستو ته واړوي. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په پښتونخوا کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۳۰ کسان مړه شوي دي او لا هم بېړنۍ مرستې ډېرو سیمو ته نه دي رسېدلې.
هممهاله د پنجاب سر وزیرې مریم نواز د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ته ډاډ ورکړی، چې په دې بېړني وضعیت کې ورسره لازمې همکارۍ او مرستې کولای شي.