د اسراییل کابینې د غزې ښار د نیولو لپاره نوې وړاندې شوې طرحه منظور کړه

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د اسراییل کابینې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه طرحه منظور کړه، چې د غزې ښار د نیولو لپاره دغې کابینې ته وړاندې شوې وه. له دې سره تمه کېږي، چې اسراییلي ځواکونه به نږدې یو مېلیون فلسطینیانو ته د غزې د پرېښودو امر وکړي.

نتنیاهو ویلي:« له دې پلان څخه یې موخه د حماس ځپل او د امنیتي کمربند جوړول دي؛ د امنيت تر ټينګښت وروسته به غزه بېرته فلسطیني ځواکونو ته وسپارل شي.»

دغه عملیات به یوازې د غزې تر ښاره محدود وي، چې (د اکتوبر په ۷مه نېټه) به پیل شي او څو میاشتې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو