طالبانو د شمالي ولایتونو لپاره امنیتي ناسته کې د ځیرک ټلیفون پر استعمال محدودیت ولګاو

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د شمالي ولایتونو د امنیتي ازرونې او د هبت الله د فرمانونو د تطبیق په موخه د بلخ د والي یوسف وفا په مشرۍ د جمعې په ورځ په سرپل ولایت کې ناسته شوې ده. په دغه ناسته کې د ځیرک مبایلونو د استعمال د محدودیت په اړه هم پرېکړه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په یاده ناسته کې د فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان د والیانو ترڅنګ د یادو ولایتونو امینه قوماندانو، د استخباراتو مسولینو او د علماوو شورا رییسانو هم ګډون کړی و.

د شمالي ولایتونو د امنیت ازرونې په دغه ناسته کې د بلخ والي یوسف وفا د شمالي ولایتونو د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د بلخ والي یوسف وفا وویل:« امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي، مجرمینو ته باید د شرعي سزا لاره هواره شي او د ملت پر وړاندې هېڅ ډول هلو ځلو څخه سپما مه کوئ او هڅه وکړئ چې د دښمنانو شوم پلانونه پر وخت شنډ کړئ.»

د شمال ولایتونو طالب چارواکو په یاده ناسته کې د لرې پرتونو او غرنیو سیمو د امنیت ټینګښت، د کډوالو ستونزو ته د رسېدو، د کوکنارو د کرکیلې مخنیوي او د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون پر عملي کېدو هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په شمالي ولایتونو کې طالب مسولینو د یادې ناستې پرمهال د طالبانو د تنقیص، د غلو پر ضد اقداماتو او د ځیرک مبایلونو د استعمال د محدودیت په اړه پرېکړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو