د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطیني ډلې حماس ویاند د جمعې په ورځ، د زمري۱۷مه، د اسراییلو لهخوا د غزې ښار د کنټرول پرېکړه «جنگي جنایت» بللی دی.
حماس ویلي، دا اقدام نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې دا ښيي چې اسراییلي حکومت د خپلو یرغمل شویو برخلیک ته هېڅ ارزښت نه ورکوي.
د راپور لهمخې، اسراییل غواړي د غزې ښار تر خپل مستقیم پوځي کنټرول لاندې راولي، خو حماس خبرداری ورکړی چې دا کار به د سیمې وضعیت نور هم کړکېچن کړي.