په غزه کې د اسراییل د بریدونو دوام؛ یو وار بیا لسګونه کسان وژل شوي

۶ ورځې مخکې

اسراییلي پوځ د غزې په تړانګه کې لږترلږه ۳۸ فلسطینیان په ډزو ووژل. دغه کسان د ملګرو ملتونو د مرستو ترلاسه‌ کولو لپاره راغونډ شوي وو.

همداراز د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵نور کسان هم وژل شوي دي. اسراییلي پوځ ادعا کړې، چې یوازې یې د حماس جنګیالي په نښه کړي؛ خو ویل کېږي چې په دغه برید کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د اسراییل د ملي امنیت کابینه نن پنج‌شنبه د غزې د بشپړ کنټرول ترلاسه‌کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

نور خبرونه

رادیو