ملګری ملتونه وایي چې له درې زره افغان کورنیو سره یې د مچیو په روزلو کې مرسته کړې

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې له ۲۰۲۴کال راهیسې یې له «۳۰۰۰» څخه ډیرو افغان کورنیو سره د مچیو په روزلو کې مرسته کړې ده.

دې سازمان ویلي،چې د مچیو پالنه مغذي خواړه او په ځانګړي توګه د ښځو لپاره د کورنیو اقتصادخوندي کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان«ایف ای او» د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې وویل،چې دوی په ټول هیواد کې له درې زرو څخه ډیرو کورنیو ته د مچیو د ساتنې وسایل، تجهیزات او د مچیو د ساتنې روزنه چمتو کړې ده.

سازمان یادونه وکړه چې د شاتو اوږد عمر دا د کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو میرمنو لپاره د عاید یوه ارزښتناکه اضافي سرچینه ګرځوي.

سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د وچکالۍ له سخت، څو پوړیز بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، د اقلیمي شرایطو د هیواد په نیمایي ولایتونو کې د کرنې او څارویو فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر ځپل شوي دي، او وضعیت لاپسېخرابیږي.

نور خبرونه

رادیو