د هند صدراعظم نریندرا مودي چین ته سفر کوي

۷ ساعتونه مخکې

د هند صدراعظم نریندرا مودي په شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روانې اګست میاشتې پر ۳۱مه چین ته ځي.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، مودي دا سفر داسې مهال کوي چې له چین سره یې اړیکې یو ځل بیا نرمې شوې، خوله امریکا سره د نوي ډیلي اړیکې تر فشار لاندې دي.

دا به له۲۰۱۸ کال راپه دې خوا لومړی ځل وي چې مودي چین ته سفر کوي.

دواړو هېوادونو له تېرو څو کلونو راهیسې پر سرحدي سیمو تاوتریخوالی تجربه کړی، خو وروستیو اقداماتو ښودلې چې دواړه لوري د اړیکو عادي کولو هڅه کوي.

د هند حکومت لا تر اوسه رسما د دې سفر اعلان نه دی کړی او نه هم چینايي چارواکو تایید کړی دی.

نور خبرونه

رادیو