روسیه وايي د پوتین او د ټرمپ د ځانګړي استازي خبرې ګټورې وې

۶ ساعتونه مخکې

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شاوخوا درې ساعته خبرې کړې دي. کرملین ویلي، چې دا خبرې تر ډېره د اوکراین پر جګړه متمرکزې وي.

د ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وټکاف د چار شنبې په ورځ په داسې حال کې مسکو ته لاړ، چې روسي ځواکونو د اوکراین په اودیسا کې د ګازو هغه ارتباطي تمځای په نښه کړ، چې معمولا له امریکا او اذربایجان نه واردېدونکی مایع ګاز پکې زېرمه کیږي او نورو سیمو ته استول کیږي.

د کرملین د بهرنۍ تګلارې یوې سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو لوریو د اوکراین په اړه خبرې وکړې او د مسکو او واشنګتن ترمنځ یې د ستراتېژیکې همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د کرملین سلاکار ویلي، چې د یادو خبرو نور جزییات تر هغه وخته نه خپروي، څو چې وټکاف ټرمپ ته د یادې لیدنې راپور نه وي ورکړی.

د ډونالډ ټرمپ ځانګړې استازي او پوتین په داسې حال کې مخامخ خبرې کړې دي، چې د ټرمپ له خوا پر روسیه د ټاکل شویو بندیزونو ضرب الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي.

ټرمپ له روسیې غوښتي چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړه وکړي او د هوکړې نه کولو په صورت کې به پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.

نور خبرونه

رادیو