طالبانو د پولیو واکسین په برخه کې د بېل ګیټس له بنسټ څخه د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د بېل ګیټس بنسټ له استازو سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې نوموړي د بېل کېسټ بنسټ له استازو د پولیسو واکسین په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د کتلوي معافیت پروګرام پر ښه واکسیناسیون، د پولیو ویروس پر له منځه وړلو او په ځانګړي ډول هغه شپږو ولسوالیو کې د پروګرام پر خدمتونو هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې، چېرته چې د یاد پروګرام د خدمتونو پوښښ کم دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د کتلوي معافیت پروګرام کې د شري ناروغۍ د مخنیوي کمپاین تر څنګ د پولیو واکسین زیاتول او د ماشومانو ملاتړ هم شامل دی چې په اړه به یې ګډه څارنه هم ترسره کېږي.

د راپورونو له‌مخې، یوازې روان کال په افغانستان کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۴ و.

درې اوونۍ وړاندې یوې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړ، چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دی.

نور خبرونه

رادیو