په هلمند کې د نشه يي توکو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي

۴ ورځې مخکې

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هلمند په دوو ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې د نشه یي توکو د جوړولو نږدې ۹ ټنه ډول ډول مواد کشف او نیولي دي.

د سرچینو په وینا، ځينې طالب چارواکي د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي او کله نا کله د ګټې پر سر د جنجال له رامنځته کېدو وروسته د کاروبار یو اړخ ځايي طالبانو ته د نشه يي توکو له شته والي خبر ورکوي.

د طالب ویاند حقاني په وینا، د هلمند له باغران او ګرشک ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار څخه ۴۳۹۵ کیلوګرامه اهاک، ۳۳۰۰ کیلوګرامه سوډا، ۶۹۰ کیلوګرامه اکسیل، ۱۲۸ لیتره تېزاب، ۲۵۰ کیلوګرامه سود، ۱۴۰۰ ګرامه خام چرس او ۳۴ ګرامه ټابلېټK کشف او ترلاسه شوي دي.

دغه ټول ترلاسه شوي کیمیايي مواد د نشه يي توکو په پروسس کې کارول کېږي او په دغه ولایت کې د دومره ډېرو موادو موجودیت د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس چارې روانې دي.

ویل کېږي د دغو توکو په تړاو ۴ کسان له درېیو موټرو سره هم نیول شوي خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ځینو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د طالبانو ځینې سیمه ییز چارواکې د نشه یي توکو په پروسس او قاچاق کې لاس لري.

نور خبرونه

رادیو