دا چې زرګونه افغان کډوال د سختو شرایطو، جبري اېستلو او بېوسۍ سره مخ دي، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت وایي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان «ای او اېم » له مشر «محمد عبدیکر» او مل پلاوي سره کتلي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د اسیا لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان سیمه یـیز مسوول «ایوري کاتو» او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې «میهیونګ پارک» هم حضور درلود، چې د افغان کډوالو پر ملاتړ او په راتلونکې کې پر لا ډېرو همکاریو خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې مولوي کبیر د «ای او اېم » له مشر محمد عبدیکر څخه د کډوالو لپاره د دایمي سرپناوو په رغولو کې د نړۍوالو د مرستې غوښتنه وکړه.
دواړه لوري، لکه د تېر په څېر د همکاریو، بشري مرستو او په «راتلونکو پلانونو» خبرې کړي، خو د دغو ناستو پایله لا هم د افغان کډوالو د کړاوونو لپاره عملي حل نه دی ګرځېدلی.
طالب چارواکي تل د نړۍوالو له ادارو سره د ښه تعامل خبرې کوي، خو تر اوسه د کډوالو لپاره د سرپنا، کار، روغتیا او زدهکړو لپاره داسې کوم ملي پلان نهلیدل کېږي، چې د ستونزو کچه راکمه کړي.
په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د «ای او اېم» مشر د طالبانو "ثبات" ستایلی، خو د ثبات تر نامه لاندې د بشري وضعیت واقعیت ته که وکتل شي، زرګونه کورنۍ لا هم په خیمو کې ژوند کوي، نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نشي کولای او ښځې له ټولنیز مشارکته اېستل شوي دي. دا وضعیت ثبات نه، بلکې د ناورین دوام ښيي.
طالبان تل د کډوالو له جبري اېستلو شکایت کوي، خو له هغه وروسته چې دغه کډوال افغانستان ته بېرته راستنېږي، هېڅ بنسټیزه پاليسي نشته. د کډوالو وزارت یوازې مرستې منونکي دي، نه خدمات برابرونکي. دا اداره د مدیریت پر ځای له مرستندویو ادارو د غوښتنو پر تکرار تمرکز کوي.
طالب چارواکي دا مني چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او اقتصادي کمزوریو د کډوالو وضعیت لا پسې خراب کړی، خو دا هم باید ومني چې د دوی د حکومتدارۍ طرز، د خلکو پر ژوند مستقیم منفي اغېز کړی دی. د ښځو کار بند شوی، غېر دولتي بنسټونه محدود شوي او نړۍوالې مرستې د نهباور له کبله ځنډني یا بند شوي.