د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره ولیدل ترڅو د اړیکو پراخولو او له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا په اړه بحث وکړي.
نوموړي د سوداکرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رونیکا بوسکوویچ پوهار سره په ناسته کې، د یاد وزارت مرستیال د جینیوا په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د بېرته فعالېدو غوښتنه وکړه.
همداراز، په دې ناسته کې د طالبانو د ادارې او د نندارتونونو د نړیوال سازمان ترمنځ د اړیکو د جوړولو او په نړیوالو نندارتونونو کې د افغانستان د خصوصي سکتور د غړو د فعال ګډون پر موضوعاتو بحث وشو.
طالبانو ویلي، د اروپايي ټولنې شارژدافیرې په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
افغانستان د ۲۰۱۵ کال په پای کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان د وزیرانو په لسمه غونډه کې د دې سازمان غړی شو.
د نړیوالې سوداګرۍ سازمان په ۱۹۹۵ کال کې تاسیس شوی او اصلي هدف یې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تنظیم، اسانتیا او د سوداګریزو شخړو حل دی.