طالبان وایي، تر ۱۴سوه ډېر د مس عینک لرغوني اثار یې د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږدولي دي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی، چې دغه لرغوني اثار تر لومړنیو پاکاریو او ترمیم وروسته د لابراتواري معایناتو او ثبت لپاره د لرغون پېژندنې ریاست ته لېږل شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کې د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي، چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، ډبرلیکونه، کوزړۍ، جامونه، پيالې، څراغونه، د مسو لاسبندونه، عقیق، لاجورد، د فیل غاښونه، د انسان د ملا شمزۍ، ګاوترې، دوک او نور اثار هم شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اثار تر ۵۰۰۰ کاله ډېر لرغوني دي.

نور خبرونه

رادیو