د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

۲ ورځې مخکې

د امریکا د استازو جرګې له ۱۲ ډېرو ډیموکراټو غړو د ټرمپ ادارې ته یو لیک استولی، چې د دولت په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه پکې شوې ده. اکسیوس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې لږ تر لږه یو غړی غواړي په همدې تړاو یو رسمي پرېکړه‌لیک هم وړاندې کړي.

اکسیوس ویلي، چې دا غوښتنه د فلسطینیانو د حقونو، سیمې د ثبات او د دوه‌دولتي حل لارې د ملاتړ یوه هڅه ده.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري او د فلسطینیانو د ځمکو د نیولو پر ضد مظاهرې هم روانې دي.

د جولای پر ۱۸مه، جنین ښار ته څېرمه، فلسطینیانو په رابه کلي کې د ځمکو د غصب پر ضد مظاهره وکړه، چې د اسراییلي امنیتي ځواکونو حضور هم پکې لیدل شوی و.

د رپوټونو له مخې، ښايي دا نوې هڅه د امریکا د بهرنۍ تګلارې په ځینو برخو کې بدلون راوستلو ته لاره هواره کړي، خو لا څرګنده نه ده چې سپینه ماڼۍ به په رسمي ډول د دې غوښتنې ملاتړ وکړي که نه.

نور خبرونه

رادیو