ایران له طالبانو د «وژلو نوملړ» غوښتی څو له مخې یې د MI6 جاسوسان ونیسي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د وسله والو ځواکونو مشرانو له طالبانو په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د همکارو افغانانو د افشا شوي نوملړ غوښتنه کړې، چې له مخې یې د MI6 جاسوسان ونیسي.

د برېتانیا د ټېلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، تهران هڅه کوي چې د نږدې ۲۵۰۰۰هغو افغانانو نوملړ وڅېړي، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی ځکه دوی غواړي د اټومي پروګرام په تړاو له خبرو مخکې هغوی د لوېدیځ پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

دغه په اصطلاح د «وژلونوملړ» کې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د هغو افغان همکارانو نومونه شامل دي، چې په برېتانیا کې د پناه غوښتنې په بهیر کې وو. ویل کېږي ځينې یې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تښتېدلي او لا هم په دغه هېواد کې شپې او ورځې تېروي.

ټېلګراف ویلي، لږ تر لږه یو افغان چې نوم یې په یاد نوملړ کې وو، په تېرو څو ورځو کې له ایران څخه کابل ته شړل شوی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دواړه لوري په دې برخه کې سره همکاري لري.

په تهران کې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د دې پخلی کړی، چې د ایران د وسله والو ځواکونو مشرتابه (IRGC) په رسمي ډول له طالبانو غوښتي، چې یاد افشا شوی نوملړ له تهران سر شریک کړي.

د نوموړي په وینا، ایران هڅې کوي چې دغه نوملړ ترلاسه کړي او د دې کار لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه هم ګومارلې ده. په دې مساله کې د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو په اړه بحثونه شوي او که چېرې یوې پایلې ته ورسېږي، نو دا کولی شي له لوېدیځ سره د خبرو اترو په برخه کې دواړه هېوادونه لاسبري کړي.

د ټېلګراف د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو مشرتابه هم په کابل کې افسرانو ته امر کړی، چې د افشا شوي سند له مخې د امکان تر حده کسان ونیسي څو د لندن پر وړاندې یې د ډيپلوماټيک فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو اړوند معلومات یا یاد نوملړ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د انګلستان د شاهي سمندري ځواکونو د ناغېړیو له امله خپور شو.

په دغه نوملړ کې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو د افغان همکارانو او نورو حکومتي کارکوونکو او د کورنیو د غړو نومونه او نور ټول جزییات شته. په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته ټاکل شوې وه، چې دغه افغانان د برېتانیا د یوه پروګرام له مخې دغه هېواد ته ولېږدول شي.

په دغه نوملړ کې د برېتانوي ځواکونو او د MI6 د څه باندې سلو کسانو نومونه او نور جزییات شامل وو، چې برېتانیا ته یې د افغان پناه غوښتونکو ضمانت کړی وو.

د طالبانو یوه چارواکي ټېلګراف ته ویلي، چې دغه نوملړ یا معلومات یې په ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه کړي دي.

له طالبانو د یاد نوملړ په تړاو د ایران غوښتنه وروسته له هغې ده، چې برېتانیې، فرانسې او جرمني تهران وګواښه چې که د روانې میاشتې تر وروستیو پورې د اټومي پروګرام په خبرو کې پرمختګ ونه شي، نو دوی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانۍ پرېکړې بېرته پلي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر ټولو مهمه پرېکړه ۱۹۲۹ ده، چې د ۲۰۱۰ کال په جون کې تصویب شوې وه او بندیزونه یې له تخنیکي اټومي محدودیتونو هاخوا د ایران پر ټول اقتصاد هم ولګول شي.

نور خبرونه

رادیو