د هندي سینما وتلی ستوری شاهرخ خان وایي، چې د ملي جایزې تر لاسه کولو له امله ډېر خوښ او منندوی دی.
نوموړي د دې جایزې د تر ترلاسه کولو وروسته په یو ویډیوي پیغام کې د هند حکومت، د ارزونې کمېټې او له خپلو مینهوالو مننه کړې ده.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ په یو پیغام کې ویلي: «مننه چې ماته مو د ملي جایزې درناوی راکړ. د ارزونې کمېټې، د اطلاعاتو او خپرونو وزارت (I&B) او د هند حکومت مننه. زه له دومره مینې چې راباندې وریږي، ډېر اغېزمن شوی یم. نن له هر چا سره خپله غېږه شریکوم.»
شاهرخ خان، چې د «بالیووډ باچا» په نوم پیژندل کېږي، له څو لسیزو راهیسې د هند د فلم صنعت له مشهور او محبوبو څېرو څخه دی. دا وروستی ملي جایزه یې د ده هنري خدماتو ته د قدر په سترګه کتل بلل کېږي.
د شاهرخ خان مینهوالو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه دا بریا لمانځلې او هغه ته یې مبارکۍ ورکړې دي.