په تېره یوه میاشت کې ۳۶۰ بریدونه؛ ټي‌ټي‌پي وايي ۱۳۹ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي

۲۲ ساعتونه مخکې

تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ادعا کوي، چې په تېره جولای میاشت کې یې لږ تر لږه ۱۳۹ پاکستاني ځواکونه وژلي او ۲۷۶ نور یې ټپیان کړي دي. په راپور کې ویل شوي، چې دغې ډلې ۱۳ نور کسان ژوندي نیولي دي.

په راپور کې چې جمعه (د زمري ۱۰مه) خپور شوی راغلي، تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ۳۶۰ بریدونه ترسره کړي دي.
د دې ډلې د خپاره شوي راپور له‌مخې؛ په سوېلي وزیرستان کې ۸۹، خیبر کې ۵۱، چترال کې ۴۹ او شمالي وزیرستان کې ۴۱ بریدونه شوي دي. په نورو هدفي سیمو کې بنو، باجوړ، ټانک، ډېره اسماعېل خان، مومند، کرم، اورکزي، لکي مروت، دېر، کرک، پشین، پېښور، سوېلي پنجاب او مکران شامل دي.
په راپور کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې سنایپر بریدونه، چریکي بریدونه، کمینونه، مستقیم هدفونه، بمبارۍ، راکټي بریدونه او ځوابي متقابل بریدونه هم شامل وو.
تر ټولو زیات تلفات د پاکستان پوځ او ځانګړو قطعاتو (SSG) ته اوښتي، چې د دغې ډلې په وینا، ۱۹۹ کسان زیانمن شوي دي. همداراز، سرحدي ځواکونه یا اېف‌سي، پولیس او استخباراتي ادارې هم د دغو بریدونو هدف ګرځېدلي.
د انساني تلفاتو سربېره، دې ډلې تر ۵۰ ډېرو امنیتي کمرو، لسګونو پوځي وسایطو، تاسیساتو، لمریز سیسټمونو او د نورو تجهیزاتو د ویجاړېدو راپور هم ورکړی دی.
په راپور کې زیاته شوې، چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په دې بریدونو کې له امنیتي ځواکونو یوه اندازه وسله او پوځي تجهیزات هم نیولي دي.
د یادونې ده، چې د دغې ډلې ادعا لا تر اوسه د خپلواکو سرچینو یا پاکستاني حکومت له‌خوا نه‌ده تایید شوې.

نور خبرونه

رادیو