د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل د ډیپلوماتیکې انزوا په درشل کې دی

۴ ورځې مخکې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهانس واډفول،اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې خبرداری ورکړی چې دغه هیواد د نړیوالې انزوا له ګواښ سره مخ دی.

هغه زیاته کړې: «اسراییل د انزوا له ګواښ سره مخ دی او جرمني د دې د مخنیوي لپاره سخت کار کوي.»

یوهانس واډفول،په خپلو څرګندونو کې د اسراییل او فلسطین د شخړې د حل لپاره د سیاسي پروسې د سمدستي پیل په اړتیا باندې ټینګار وکړ، او خبرداری یې ورکړ چې که اسراییلي حکومت د اشغال شوي لویدیځې غاړې د یوځای کولو په څیر یو اړخیز ګامونه پورته کړي، «جرمني به غبرګون ښودلو ته اړ شي».

هغه وویل چې د اسراییلو ځینو لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ښکاره ډول د لویدیځې غاړې د یو ځای کولو ملاتړ کړی او ډیری اروپايي هیوادونه اوس چمتو دي چې د سولې هوکړې پرته هم د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

واډفول ټینګار وکړ چې جرمني، د فرانسې، بریتانیا او کاناډا برعکس، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په جریان کې د فلسطین د پیژندلو غوښتنه کوي، دا ګام یوازې د سولې خبرو اترو او د دوه اړخیز حل لارې د ترلاسه کولو په پای کې ممکن ګڼي.

هغه د غزې په تړانګه کې وضعیت "اندیښمنونکی" وباله او د ملکي وګړو د ژوند شرایطو کې یې د سمدستي او بنسټیز ښه والي غوښتنه وکړه.

بلخوا په غزه کې د روغتیا سرچینو په وینا، د جګړې د قربانیانو شمیر له 60,000 څخه ډیر شوی، او په سیمه کې د لوږې سره مخ ماشومانو انځورونود اسراییل په وړاندې د نړیوالې نیوکې څپه راپورته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو