سپینه ماڼۍ: ټرمپ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د مېلمه پالنې عصري تالار جوړولو امر کړی

۴ ورځې مخکې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د مېلمه پالنې د یوه عصري تالار د جوړولو امر ورکړی دی.

دغه تالار به د سپینې ماڼۍ په ختیځه برخه کې جوړ شي او د پروژې عملي کار به د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له میاشتې پیل شي.

د لیویټ په وینا، د دې نوې ودانۍ موخه د سپینې ماڼۍ د امکاناتو پراخېدل، د رسمي مېلمنو لپاره د یو مناسب ځای برابرول او د ماڼۍ ختیځ لور ته عصري بڼه ورکول دي.

نوموړې وویل، چې د ختیځ بلاک کارکوونکي، په ځانګړې توګه د ملینا ټرمپ مشاورین، به د جوړونې په موده کې موقتي نورو ځایونو ته ولېږدول شي.

د راپور له مخې، دا ستره پروژه به د ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو شخصي تمویل کوونکو له خوا مالي ملاتړ شي.

ډونالډ ټرمپ مخکې له دې هم څو ځله ویلي وو چې سپینه ماڼۍ د رسمي مېلمنو لپاره یو پراخ تالار نه لري، او دا اړتیا یې تل احساس کړې وه.

دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې د ټرمپ د بیا نوماندۍ هڅې روانې دي، او دا ډول پروژې کېدای شي د هغه د نفوذ د لا زیاتېدو هڅه هم وګڼل شي.

نور خبرونه

رادیو