د طالبانو د چاپېریال ساتنې ريیس مطیعالحق خالص په کابل کې د قرغېزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف سره په کتنه کې د افغانستان د طبیعي سرچینو او اقلیم ساتنې اهمیت ته په اشارې سره د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مطیعالحق خالص وویل، د افغانستان چاپېریالي ننګونې یوازې د ملي هڅو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې سیمهییزي همغږۍ او د هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو او اقداماتو ته اړتیا لري.
د قرغېزستان سفیر سیدیکوف په دې کتنه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې د قرغېزستان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چمتو دي چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي ملاتړ په برخو کې مرسته وکړي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې همداراز د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د متقابلو همکاریو، د تجاربو د تبادلې، د تخنیکي مرستو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.
افغانستان سره له دې چې د ګلخانه يي ګازو په تولید کې ونډه نه لري، خو د اقلیم تغییراتو له امله یو له زیانمنو هېوادونو دی او د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته د اقلیم بدلون په برخو کې د نړۍوالو ټولو پروژې په ټپه درېدلي دي.