د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان له سفیر تورداکن سیدیکوف سره په لیدنه کې د بېشکک اقتصادي فورم ته د طالبانو د جګپوړي پلاوي د سفر په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په دې لېدنه کې دواړو لوریو د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي د سفر، له لوړوپوړو چارواکو سره د لېدنو، د ګډې ډلې د جوړولو، سوداګرۍ د ودې، د ترانزیټي لارو په تړاو د لازیاتې همکارۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لېدنه کې نورالدین عزیزي د افغانستان او قرغیزستان ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د تړونونو لاسلیکولو، د افغانستان، قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز تړون لاسلیکولو او د افغانستان او قیرغزستان ترمنځ د لارې نقشې په اړه د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو هم خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي، چې د قرغیزستان سفیر د دغه هېواد د اقتصادي فورم په اړه معلومات شریک کړي دي او له افغانستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د ګډ کار کولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.