د طالبانو د بندیزونو تر سیوري لاندې؛ افغان ښځې د بهرنیو ښځینه سېلانیانو ملتیا کوي

۵ ورځې مخکې

که څه هم افغان ښځې د طالبانو «ځپونکو او سختو» بندیزونو سره مخامخ دي؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بهرنیو ښځینه سېلانیانو د ورتګ څپه پراخه شوې ده.

د دغه سفرونو پر دوام؛ د بهرنیو ښځو یوې ډلې د هرات ولایت ۲۴ کلنې اوسېدونکې سمیه منیري په مشرۍ د افغانستان له ملي موزیم نه لیدنه کړې ده. اغلې منیري یو له لومړنیو افغان مېرمنو ده، چې په رسمي ډول د ګرځندوی په سکټور کې کار کوي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له‌مخې؛ په افغانستان کې د ښځو پر ژوند د طالبانو د سختو محدودیتونه سربېره یو شمېر افغان ښځې د ګرځندوی لارښود په توګه کار کوي او په هېواد کې یوازې د ښځو لپاره د ګرځندوی ډلو مشري پر غاړه لري.

هغه وايي، چې د خپلې انګلیسي ژبې د ښه‌والي لپاره په انټرنېټ کې د لټون پرمهال د کاوچ سرفېنګ (Couchsurfing) په نوم یو اپلکېشن سره مخ شوې ده. دا هغه اپلکېشن دی، چې سېلانیان له ځایي خلکو سره په اړیکه کې کوي. نوموړې اسوشیټېډپرېس خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې په خپل کور کې له یوې ډلې سېلانیانو څخه تر کوربه‌توب وروسته یې د ګرځندوی لارښود دندې سره لېوالتیا پیدا شوې ده.

منيري وويل: «ما تل د افغانستان په اړه له رسنيو نه منفي خبرې اورېدلې؛ خو کله مې چې له سېلانيانو سره سفر وکړ او بېلابېل ځایونه مې وليدل؛ نو پوه شوم چې زما هېواد ډېر ښکلی دی. دې کار زما ذهنیت بدل کړ.»

د هغې سفر یوه برخه‌واله اسټرالیاوۍ او ۸۲ کلنه سوزان سنډرال ده. هغې ویلي، چې د افغانانو مېلمه‌پالنې او انسان‌دوستۍ ته حېرانه شوې او زیاته یې کړه: «ما فکر کاوه، چې د خلکو له توندو نظرونو سره به مخامخ شم؛ خو دوی ډېر مېلمه‌پاله او انسان‌دوسته خلک دي. زه چې هرې خواته لاړم د خلکو مسکا مې لیده او سلام کلام یې راسره کاوه.»

ګرځندوی: یو نوی راټوکېدلی صنعت

له څو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان ګرځندوی صنعت ورو ورو وده کوي. که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راوروسته طالبانو پر خلکو او په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي؛ خو د تاوتریخوالي کمښت څه ناڅه د دې لامل شوی، چې افغانستان ته یو شمېر بهرني ګرځندویان سفر وکړي.

خو له دې ټولو سره-سره افغانستان ته د بهرنیو ښځینه ګرځندویانو سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې د زده‌کړې، کار، ازادۍ او عامه ژوند په ګډون له خپلو انساني بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي. همداراز نږدې څلور کاله وشول، چې له شپږم ټولګې پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې تړل شوې دي.

له بل پلوه ځینې نیوکه کوونکي په دې اند دي، چې طالبان د بهرني سېلانیانو له لارې ځان ته تبلیغات کوي او نړۍ ته ښیي چې د افغانستان وضعیت تر بل هر وخت ښه دی.

نور خبرونه

رادیو